خبرونهټولنه

په فراه کې ۶ زره کسانو ته مخابراتي خدمتونه برابر شول

کابل، د لړم ۲۶مه، باختر

د فراه مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژې ریاست مسوولین وايي، چې د فراه بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په کلي کې د سلام مخابراتي شبکې یو انتن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

فراه د مخابراتو رئیس  ابوذر د دغه مخابراتي سایټ د پرانستلو پر مهال د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دې سایټ په فعالیت سره به د بالابلوک ولسوالۍ ۶ زره اوسېدونکي وکولای شي، چې د مخابراتي او معلوماتي کڅوړو له 3G چوپړتیاوو څخه برخمن شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا