امنیت

ناتو په هلمند کې په امريکايي عسکرو خونړي بريد تاييد کړ .

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
د غوڅ ملاتړ د ماموريت قوماندانۍ د افغانستان په جنوب کې په دريو امريکايي عسکرو د يوه افغان عسکر بريد تاييد کړ .
  دغې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغو ډزو له امله درې تنه امريکايي عسکر ټپيان شوي دي .
دغه بريد پرون  په هلمندکې د بهرنيو ځواکونو په يوه اډه کې رامنځته شو .
يرغلګر چې افغان  عسکر و؛ په امريکايي عسکرو  ډزې وکړې او خپله هم د نورو سرتيرو په ډزوکې وژل شوى دى .
ناتو وايي: په دې بريدکې درې تنه امريکايي عسکر ټپيان شوي دي چې همدا اوس تر درملنې لاندې دي .
  ويل کيږي؛ دغه افغان عسکر له ډار اچوونکو سره پيوند درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته