کندز / د غبرګولي ٢١ مه/ باختر
څه د پاسه ٥ زره کيلو ګرامه نشه يي توکي پرون په کندز کې کشف اوضبط شول.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د کندز د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونمل محمدحسين قرمقل خبريالانو ته وويل: د دغه ولايت پوليسو ٥٤٧٤ کيلو ګرامه بنګدانه ډوله نشه يي توکي چې په ٨٥ بوريو کې ځاى پرځاى او د کندزښار په ګندم بازار سيمه کې په يوه ګودام کې ساتل کيدل او پلورل کيدل کشف او ضبط کړل.
هغه زياته کړه: پوليسو د دغو نشه يي توکو په اړوند څلورکسان نيولي دي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ