اقتصاد

افغانستان ته دترکمنستان دبريښنا رسولو دپروژو د تطبيق پروتوکول لاسليک شو .

-کابل / دسلواغې  ٢٥مه / باختر :
دافغانستان دبريښنا شرکت اجرايي لوى رييس انجنير  امان الله غالب  اودترکمنستان  دانرژۍ پخواني وزير او دانرژى  په چارو کې  دترکمنستان ددولت ځانګړي استازي مراد ادتيکوف پرون افغانستان ته دترکمنستان دبريښنا رسولو دپروژودتطبيق  پروتوکول  لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، انجنير غالب ددغه پروتوکول دلاسليک په اړوند وويل څرنګه چې  دافغانستان بريښنا  شرکت په ټول هېواد کې دبريښنا رسولو دخدمتونو مسووليت لري له دې امله دافغانستان بريښنا  شرکت دبريښنا رسولو دپروژو دپړاونو  دتېرولو او تطبيق له ځنډ پرته او په ډير لنډ ممکن  وخت کې ددغه  شرکت يولومړيتوب دى .
دافغانستان بريښنا شرکت او ترکمنستان ترمنځ دهمکارى دغه پروتوکول دترکمنستان – افغانستان د ٥٠٠ کيلوولت انتقالي بريښنا دمزو، دتاپي  دبريښنا دپروژې دترکمنستان – هرات دبريښنا د انتقالي مزو ،  هرات ته دبريښناانرژى  دزياتوالي او دقرقين اوخم اب  ولسواليو ته دبريښنا رسولو  دپروژو  دښه پلي کولو په مقصد لاسليک شو .
  ختم_عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته