کابل باختر د تلې نهمه :
په هرات کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال يرغلګر ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه پرون ناوخته په پښتون زرغون ولسوالۍ کې دطالبانو له ډله ئيز بريد وروسته ونښته .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند باختر اژانس ته وويل چې په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور سخت ټپيان شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتي . ديوبل خبرله مخې، دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله يوتن ووژل شو او يوتن بل ټپي شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دچارواکو دڅرګندونو له مخې، دغه پيښه دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دده مرزا په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې ددغې ولسوالۍ د دوو تنو ملکي وګړو موټرسايکلونه دوسله والو طالبانوله خوا په ايښودل شوي ماين وختل او چاودنه وشوه . ددغې چاودنې له امله يو موټرسايکل سپور وژل شوى او يوتن بل ټپي شوى دى .
ختم- عطاالله – اکرم
0 1 دقیقه لوستل