فرهنګ

د نصرالله حافظ د فرهنګي فعاليتونو د سمينار په اړه غونډه جوړه شوه

کابل/ د زمري ٩ مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنرمعين هارون حکيمي په مشرۍ نن د نصرالله حافظ د فرهنګي او ادبي فعاليتونو په اړه د يو سمينار د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې : په دې غونډه کې په داسې حال کې چې په فرهنګي چارو کې د جمهور رييس سلاکار محمد زرين انځور او د بېلا بېلو بنسټونو استازو ګډون درلود، د دغه سمينارد جوړولو په خاطرد لازمو تياريو په اړه خبرې وشوې.
دغونډې غړو د نصرالله حافظ د يوشمېر آثارو د چاپ، د مقالو د عنوانونو فهرست، د سمينار د جوړولو ځاى او څرنګوالي په اړوند خپل ليدلورى، وړانديزونه او طرحي وړاندې کړې.
دغه رازهارون حکيمي د نصرالله حافظ د فرهنګي او ادبي شخصيت په اړه معلومات ورکړل او په پرتمين ډول يې د سمينار پرترسره کولو ټينګاروکړ.
هغه څرګنده کړه: ياد سمينار به په نږدې راتلوونکي کې د هېواد د جمهور رييس په لارښونه ترسره شي.
| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته