سیاستخبرونه

په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست د منځني ختيځ د بيا تنظيمولو په سيمينار کې  ګډون وکړ

 کابل، د تلې١١ مه، باختر

په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعيم د (منځني ختيځ د بيا تنظيمولو) په نامه سيمينار کې  ګډون وکړ.

په قطر کې د اسلامي امارت سفارت په يوه تويټ کې ويلي چې په یاد هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعيم په نړيوالو چارو کې د منځني ختيځ د شورا په رسمي بلنه د منځني ختيځ د بيا تنظيمولو سيمينار کې ګډون وکړ.

په  دې سيمينار کې د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو د استازو سربيره پوهانو او د پوهنتون استادانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم د سیاست او ورزش ټولنې تر عنوان لاندې په جوړ شوي سمینار کې چې هم ګډون کړی و

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا