ټولنه

د اسلام د عظيم الشان پيغمبر (ص) د اهل بيت د ژوندانه اوکارنامو سيمينار جوړ شو

کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
د اسلام د عظيم الشان پيغمبر (ص) د اهل بيت د ژوندانه او کارنامو په باب سيمينار نن په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړ شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينيانو، رئيسانو، سلاکارانو،  يوشمېر کورنيو او بهرنيو عالمانو، روحاني شخصيتونو، د ملي شورا د يوشمېر غړو او د دولتي مسوولينو په ګډون جوړشو.
په دې سيمينارکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين فاضل سانچارکي د کربلا د پيښې د بېلابېلو اړخونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د کربلا پيښه او د عاشورا غورځنګ د ١٣٧٨ کلونو په تيريدو سره داسې يوه پيښه ده  چې نوې او الهام بخښوونکې ده.
سانچارکي د کربلا د پيښې او د عاشورا غورځنګ د ځانګړتياوو او مشخصاتو له جملې څخه هغه دريو ځانګړتياوو ته چې هميشنۍ، الهام بخښوونکې او د عبرت زده کړه ده؛ اشاره وکړه او ويې ويل چې اوس هم کربلا او د کربلا پيښه الهام بخښوونکې او تلپاتې ده او يو دليل يې ښايي دا وي چې دکربلا پيښه او د عاشورا غورځنګ او هغه څه چې رامنځته شول؛ ټول داسې يو حقيقت و چې تجسم يې وموند او د حسين او د هغه د يارانو په څيروکې يعنې ټول حقيقت د ټول باطل په وړاندې نندارې ته وړاندې شول.
ده زياته کړه: حسين او د هغه ياران په واقعيت کې، د حقيقت د عيني او واقعي تجسم ژوندۍ الګو وه او مقابل لورى د باطل د عيني تجسم الګو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين څرګنده کړه چې د حسين او د هغه د يارانو پاڅون د نړۍ د آزادي غوښتوونکو غورځنګونو الهام او سرمشق شو او د عاشورا له غورځنګ څخه کولاى شو زياتې زده کړې وکړو.
دغه راز په دې سيمينارکې د افغانستان د شيعه عالمانو د شورا پيغام د رضواني بامياني او د افغانستان د اسماعيليه شيعيانو د مشرتابه پيغام د ارشاد معنوي له خوا ولوستل شول چې په پيغامونوکې د اسلام د عظيم الشان پيغمبر (ص) د اهل بيت د ژوندانه او کارنامو د بيا يادونې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هلو ځلو په ستايلو سره له هغو څخه الهام اخيستل د دنيا او آخرت د نيکمرغۍ د تعميمولو لپاره يو ستر ګام بلل شوى دى.
دغه راز په دې سيمينارکې د اسلامي اخوت د شورا رئيس مولوي حبيب الله حسام،  د شيعه عالمانو د شورا غړي استاد محمد فياض، ډاکتر عبدالقيوم سجادي، مولوي عنايت الله بليغ او د خديجة الکبرا د علميه حوزې مديرې مرضيې سادات کاظمي په وار سره د کربلا د پيښې او د عاشورا غورځنګ د بېلابېلو اړخونو او د کربلا په پاڅون کې د ښځو د رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د حسين پاڅون د ټولنيز او سياسي  ظلم او استبداد په وړاندې د عدالت غوښتنې پاڅون و.  
سيمينار د کابل په مرکزي دارالقرا کې د مصر د الازهر پوهنتون د استادانو د هيئت د ريئس ډاکتر مصطفى عبدالجليل له خوا د دعايې په کولو سره پاى ته ورسيد.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته