
کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم وردګ پرون په یاد هېواد کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.
په قطر کې د مېشتو افغانانو استازو په دغه کتنه کې خپلې ستونزې د سفارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
ډاکټر محمد نعیم په دغه کتنه کې د یادو افغانانو ستونزې واورېدې او په دې اړه يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې د ټولو افغانانو ترمنځ په یوالي او د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په ګډو هڅو ټینګار وشو.
افغانمل