کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
يو ماين ښخوونکى د هلمند ولايت د مرکز لشکرګاه ښار په مربوطاتوکې د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آشنا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ماين ښخوونکى د هغه ماين د چاودنې له امله ووژل شو چې غوښتل يې د لښکرګاه ښار او د بولان د سيمې ترمنځ واټ کې ښخ کړي.
خبرځاى زياته کړه: په دې پيښه کې بل چاته زيانه نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ