ټولنه

په ننګرهار کې يو کانکرېټي سړک جوړ شو

کابل / د غویي ۴مه / باختر
يو کانکرېټي سړک په ننګرهار کې جوړ شو.
دغه سړک۶۰۰ متره اوږدوالي او ۵ متره سور لري او څو کلي د کوټ ولسوالۍ له بازار سره نښلوي.
دغه سړک د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت جوړ کړى دى.
د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د سيمې خلکو حکومت ته د دغه سړک د جوړولو وړانديز کړې و.
د دغه سړک په جوړېدو سره په کوټ ولسوالۍ کې د سيمې د خلکو ترانسپورتې ستونزه حل شوې ده.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته