خبرونهورزشنړۍ

په قطر کې د فوټبال نړېوال جام امنیت لپاره څه باندې ۵۰ زره کسان په دندو ګومارل شوي

نړیوالې رسنۍ، د لړم ۳۰ مه باختر

قطر ۲.۷ مېلیونه نفوس لري او تر ډېره بریده د بهرنیو کارګرانو کوربه دی. قطري چارواکو ویلي چې د فوټبال ۲۰۲۲ نړېوال جام لوبو د امنیت لپاره یې څه باندې ۵۰ زره کسان روزلي او بهرني پوځیان هم د قطر په مشرۍ د امنیت په ساتلو کې همکاري کوي.

دا لومړی ځل دی چې د فوټبال د نړیوال کپ لوبې په یو اسلامي هېواد کې ترسره کېږي چېرې چې په عام محضر کې د الکولو پر څښلو کلک بندیز دی.

د سعودي عربستان د ورزش وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې شهزاد محمد ټولو وزارتونو ته لارښوونه کړې ده چې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام د ترسره کولو لپاره «د قطر د ضرورت وړ ټولې آسانتیاوې» برابرې او مرسته وکړي.

محمد بن سلمان د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې قطر ته لاړ او هلته یې د لوسیل د فوټبال میدان هم ولیده چې ټاکل شوې اوس په کې د فوټبال نړیوالې لوبې وشي.

د سعودي حکومت وايي، چې د فوټبال د ۲۰۲۲ د نړیوال جام تر سیالیو مخکې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اوونۍ کې اووه پروازونه کېدل او اوس اټکل کېږي چې د لوبو په مهال به د دغو پروازونو شمېر ۲۴۰ ته ورسېږي.

سعودي‌ عربستان همدغه راز له قطر سره په سرحد کې د سیلانیانو لپاره یو لړ سهولتونه هم برابر کړي دي.

د قطر د ۲۰۲۲ فوټبال په نړیوال جام کې د کوربه هېواد په ګډون ۳۲ لوبډلې لوبېږي او لومړی ځل دی چې دغه سیالۍ په خلیجي هېواد کې ترسره کېږي.

د  دغو لوبو د سمبالښت لپاره په دوحه کې د څه باندې یوې لسیزې راپدې خوا هڅې او آبادۍ روانې وې. لسګونه زره مینه وال د دغو لوبو د لیدلو لپاره قطر ته رسېدلې دي.

د پاتې ۲۸ ورځو په ترڅ کې به د لوبو مینه وال د فوټبال لوبو د کتلو سربېره په فرهنګي او کلتوري غونډو او محفلونو کې هم برخه اخلي.

له پرانېست غونډې وروسته لومړنۍ لوبه د کوربه هېواد، قطر او اېکوادور لوبډلو ترمنځ وه. چې د ایکواډور لوبډله د قطر هېواد لوبډلې ته ۲ پر صفر ماتې ورکړ .

همداراز د دوشنبې په ورځ به ایران له انګلستان سره سیالۍ کوي.

د قطر د فوټبال ملي ټیم چې د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام کوربه دی، د دغو لوبو په پیل کې په ال بیت لوبغالي کې له اکوادور سره مخامخ شوه او ۲-۰ یې ماتې وخوړه.

په دویمه نیمايي کې ډېر مینه وال له لوبغالي ووتل او کوربه په نیم خالي لوبغالي کې لوبې ته دوام ورکړ او یو ګول یې هم په نښه نه کړ.

اکوادور په دې بریا سره په تېرو ۱۶ لوبو کې یوازې یو ځل ماتې خوړلې او په اوو لوبو کې یې بریا خپله کړې ده.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا