کابل باختر د ليندي دريمه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دې پړاو کې دمرستندويو بنسټونو له خوا دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست له لارې په څلور سوه کورنيو خوراکي توکي ويشل شوي دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو چارو رييس غلام حيدر فقير زي باختراژانس ته وويل دغه کورنۍ په دغه ختيځ ولايت په بيلابيلو سيمو کې د ډار اچوونکو دوروستيو جګړو له امله زيانمننې شوې دي .
ختم_ عطاالله – اکرم