سیاست

د تورخم بندر د پاکستان د سرحدي مامورينو له خوا د ترافيکو پرمخ وتړل شو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د پاکستان سرحدي مامورينو د تورخم بندر نن د ترافيکو پرمخ وتاړه .
د را رسيدلو خبرونو له مخې:
همدا اوس په زرګونو تنه مسافران او په سلګونو تجارتي ګاډي د بندر په دواړو غاړوکې دې ته سترګې په لاره دي چې پاکستاني مامورين دوى ته د سفر اجازه ورکړي .
جواد هغه ځوان چې د خپلې مور د علاج او درمنلې لپاره غوښتل پيښورته لاړشي؛ وايي چې دى له نورو زرګونو تنو سره په بې صبرانه ډول په تورخم بندر بيا پرانستل کيدو ته سترګې په لاره دي .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې د پاکستان د سرحدي مامورينو له خوا د تورخم بندر تړل کيدل تاييدکړل او ويې وويل چې د هغه د بيا پرانستلو لپاره خبرې پيل شوې دي.
ده وويل: د پاکستان سرحدي مامورينو ويلي دي چې له دې وروسته به له ويزې پرته مسافرانو ته دغه هېواد ته د سفر اجازه ورنه کړي.
په همدې حال کې په کابل کې د پاکستان سياسي دفترونو پرون اعلام وکړ چې له دې وروسته به افغانانو ته له ويزې او قانوني کارت پرته د تورخم بندر په ګډون له بندرونو څخه د تيريدو اجازه ورنه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته