امنیت

په خوست کې ديو جنايتکار او انسان تښتونکى بانډځپل.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
دخوست ولايت  امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې ديوجنايتکار او انسان تښتونکي  بانډ دځپلو خبر ورکړ.
د دغه بانډ درې تنه جګپوړي  غړي   پرون دپوليسو له خوا ونيول شول .
دخوست ولايت امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت باختر آژانس ته وويل :
چې دغه باند تراوسه پورې  په دغه ولايت کې د وژنې ، ترور،ماينونو او بمونو په ايښودلو ،شوکمارۍ او انسان تښتولو په لسګونو پيښو، کې لاس درلود.
ويل کيږي ددغه باند غړې دپيسو دترلاسه کولو په خاطر دبډايو کسانو په تښتولو لاس پورې کول او د طالبانو له ډلې څخه دمالى مرستو دترلاسه کولو په بدل کې په خوست کې يې خونړيو  پيښو ته زمينه برابروله.
جنرال غيرت وايي  ددغه باند غړو داشخاصوپه  ترور هم  لاس پورې کړى دى . دخبرونو له مخې  دغه بانډ دخلکو له شکايتونو وروسته او دهغوۍ په همکارۍ ځپل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته