چاريکار باختر دوږي دمياشتې ٢١ نيټه :
د يوې ښځې په ګډون يوولس تنه بنديان د پروان ولايت د مرکز چاريکارو له جيل څخه آزاد شول.
د پروان د جيل لوى مدير سمونوال محمدمبين رسولي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بنديان چې د ثور د اتمې د مجاهدينو د حکومت د برياليتوب د کاليزې په مناسبت صادر شوى و، له جيل څخه خوشې شول.
پاى ج ذ