امنیت

په هرات کې دخپل پلار دوژنې په تور ددوو زامنو نيول کيدل

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
  دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې دخپل پلار دوژنې په تور ددوو ورونو په ګډون څلور تنه ونيول شول .
په دغو کسانو تور لګول شوى دى چې له يوبل  سره  په لاس  يو کولو کې يې  دکورنۍ پلار وژلى دى . 
مخکې له دې ددغه سړي دبې درکه کيدو په باب امنيتي ځواکونو ته رپوټونه رسيدلي و .
دانجيل ولسوالۍ دپوليسو او دملي امنيت څيړنې چې دڅارنوالۍ داستازي په همکارۍ  بشپړې شوې دي ښيي چې دغه سړى دخپلو نږدې کسانو له خوا وژل شوى دى .
په لومړنيو تحقيقاتو کې دمقتول زوى اعتراف وکړچې خپل پلار يې دميکاروف تومانچې په ډزو سره وژلى دى  او مړى يې په يوه خونه  کې ښخ کړى دى او دانجيل ولسوالۍ دمحکمې په حکم شکمن ځاى وکيندل شو او دمقتول مړى چې  له مړينې څخه يې کابو يوه مياشت تيره شوې وه وايستل شو  اويوه ميکاروف  تومانچه هم د مړي له ښخ کړى شوي ځاى څخه ترلاسه شوې ده   ختم(_   ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته