سیاست

مالیې وزیر د کاناډا له سفیرې سره وکتل

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٧ 
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د خپل کار په دفتر کې د کاناډا له سفیرې آغلې دیبوره لیون سره وکتل.
د کاناډا سفیرې د تیر جون په میاشت کې د نظارت او همغږۍ ادارې د ګډ مشرتابه مسؤولیت د المان د سفیر څخه ترلاسه کړ.
د مالیې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د مالیې وزیر او د کاناډا سفیرې د نظارت او همغږۍ د ادارې د ناستې د اجندا په اړه چې د اکتوبرد میاشتې په وروستيو کې به جوړه شي، خبرې وکړې. په دې ناسته کې به د مالیې ، ملى دفاع اود کورنیو چارودوزارتونو لوړ پوړي چارواکي، د استرلیا، المان، ایټالیې، سویډن، بلغاریې، فنلنډ، کاناډا، آمریکې، برتانیې، ناروۍ، ډنمارک، هالنډ، کوریا، جاپان، متحد عرب امارات او ترکیې او همدا راز د افغانستان د امنیتي لیږد د ګډې قوماندې، لوتفا او د اروپایي ټولنې استازي ګډون ولري. دوی به د افغانستان د امنیتي ځواکونو په هغو اړتیاؤ کره کتنه وکړي چې د افغانستان د دولت له لورې ورته وړاندې شوي دي.
د مالیې وزیر او د کاناډا سفیرې هوکړه وکړه چې د نظارت او همغږۍ په یاده ناسته کې به د افغانستان د سیستمونو په اړه نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړ شي او د وارسا او بروسلز د ناستو له پاره به لاره اواره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته