امنیت

شپږتنه بي درکه شوي پوليس دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې وموندل شول

کابل باختردزمري دمياشتې ٤ :

دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايې  دپوليسو اته تنه سرتيري چې دوه ورځي مخکې دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالې کې بي درکه شوي و شپږ تنه يې وموندل شول.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلام وکړ اته تنه پوليس چې دزمري دمياشتې په دويمه دفراه  ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې په يوه پراخه سيمه کې بي درکه شوي وو دپوليسو دځواکونو دعملياتو په ترڅ کې شپږتنه يي وموندل شول او ددوو تنو نورو دموندلو لپاره پلټنې رواني دي.

دکورنيو چارو وزارت دغه آوازي ردوي چې ګڼي دغه کسان دطالبانو له ډلې سره يوځاى شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته