کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى تېره شپه د تاجکستان په پوله کې د تاجکستاني سرحدي ځواکونوله خواپه ډزو سره ووژل شو .
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي چې د تخار ولايت اوسيدونکي وو ، د تاجکستان په پوله کې د نشه يي توکو د لېږدونې په وخت کې د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې چې له امله يې يو تن ووژل شو او يو بل تن يې ټپي شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ