امنیت

په جوزجان کې پنځه ويشت زره تنه ماشومان له واکسين څخه پاتې شول

شبرغان  باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
په  جوزجان کې سيمه ييز مسوولين وايي چې  دداعش ډلې اوطالبانو  ددغه ولايت  دقوش تيپې  او درزآب په ولسواليو کې   دپوليو واکسين دتطبيق دپروګرام مخه ونيوله  چې ددوى په دغه اقدام سره څه ناڅه پنځه ويشت زره تنه ماشومان له  واکسين څخه پاتې شول.
د جوزجان ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر فريدون باخترآژانس ته وويل چې  دواکسين دتطبيق پروګرام ددغه ولايت په اتو ولسواليو او مرکز کې  عملي کيږي   خوپه دغو دوو  ولسواليو کې  طالبانواو داعشيانو مخالفت وکړ  چې  ماشومان واکسين شي.دقوش تيپې ولسوال محمدامين امين وويل  چې موږ ددغې ستونزې دلرې کولو لپاره له سپين ږيرو څخه مرسته وغوښته خو نتيجه يې ورنه کړه. پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته