کابل/ باختر/ دزمري٢٠مه
د وسله والو طالبانو دوه جاسوسان په لوګرکې ونيول شول.
د لوګرامنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص د باختراژانس خبريال ته وويل ؛ ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ منسوبانو دغه دوه کسان له يوې ايکم مخابرې سره دپل علم ښار دکلنګار له ساحې څخه ونيول .
هغه زياته کړه نيول شوي کسان رحمت الله او عزت الله نوميږي او د لوګر د مرکز د بابوس د نواباد د سيمې اوسيدونکي دي چې زياتره وخت يې د کابل – لوګر په لويه لاره کې دمخابرې په واسطه ددولتي مقاماتو تګ راتګ له طالبانو سره شريکاوه او د کابل- لوګر په لويه لاره کې په زياتو تروريستي فعاليتونو کې عمده رول درلود. پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ