امنیت

په دشت ارچي کې ديرشو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر  دوږي پنځلسمه :
په داسې حال کې چې دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ په ځينو سيموکې د وسله والوطالبانو په پټنځيوکې پوځي عمليات دوام  لري؛ افغان پوځيان وايي چې تراوسه پورې په دغو عملياتوکې څه ناڅه شلوتنوجګړه مارانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پوځي عمليات چې دهوايي ځواکونو ملاتړهم ورسره دى؛ د لسګونو تنو افغان پوځيانو په ګډون له يوې اوونۍ راپديخوا پيل شوي دي او په خپل قوت سره دوام لري .
په هغو نويو جګړوکې چې پرون ناوخته  د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې ونښتې؛ د دغې ډلې د يو سيمه ئيز قوماندان قاري بلال په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي .
په دغو عملياتوکې دغه راز دوه پوليسان ټپيان شوي دي .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني باخترآژانس ته وويل: په قاري بلال په داسې حال کې چې په خپل پټنځي کې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ بريد وشو او له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
دحسيني دڅرګندونو له مخې: په دغو نښتوکې څلور تنه نور وسله وال طالبان او دوه تنه ملي پوليس ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې دقوماندان بلال  په پټنځي کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل هم دافغان پوځيانو لاس ته ورغلي دي .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى وايي چې افغان پوځيان ددغو عملياتوپه بهيرکې دغه راز د وسله والو طالبانو په ګډون دتروريستي ډلوله شتون څخه دڅو سيمو په پاکولو بريالي شوي دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: لاتراوسه پورې هم يو زيات شمېر پوځيان په عملياتو کې دشاملو ځواکونودليکو دپياوړتيا لپاره دشت ارچي ته د يون په حال کې دي .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرور حسيني وايي چې دغه پوځي عمليات به دپخوا په شان ددشت ارچي ولسوالۍ د ټولو سيمو تر پاکولو پورې دوام ومومي.
وسله والوطالبانو ددشت ارچي ولسوالۍ د يوه جومات دروازې ته څېرمه دځانمرګى بريدپه ترسره کولو سره ددغې ولسوالۍولسوال شيخ صدرالدين د سيمې له لسو تنو مشرانوسره ووژل او څه ناڅه پنځلس تنه يې ټپيان کړل.
ددغې پيښې زيات شمېرقربانيان او ټپيان ملکي وګړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته