ټولنه

د بېځايه شويوکسانو خـراب حالت، د فارياب جګړه او له دغوبېځايه شويوکسانو سره د ملګروملتو د سازمان د مرستې ژمنه

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٤  :
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان دځانګړي استازي مرستيال نن له غرمې مخکې د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښارته ورسيد .
دفارياب ولايت مرستيال عبدالسلام بارز د باختر آژانس خبريال ته وويل: 
له پوځي او ملکي مسوولينو سره له خبرو وروسته په يو خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان دايمي شتون او په وروستيو وختوکې په فارياب ولايت کې له بېځايه شويوکسانو او زيانمنو شويوکسانو سره مرسته، په خاصه توګه د ښوونې په برخه کې هغه ژمنې وې چې د ملګرو ملتو د سازمان د ځانګړي استازي د مرستيال  له خوايې ژمنه وشوه  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته