ټولنه

د درېو تنو شهيدانو جنازې او پنځلس تنه ټپيان د وزيرمحمد اکبر خان روغتون ته وليږدول شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٣ :
په کابل کې دنن سهار د ځانمرګي بريد له پيښې څخه د درېو تنو شهيدانو جنازې او پنځلس تنه ټپيان د وزير محمد اکبرخان روغتون ته وليږدول شول.
نن سهار د کابل ښار د دويم مکروريان په ساحه کې چاودنه وشوه او عيني شاهدانو باختر آژانس ته وويل چې پيښه د ځانمرګي بريد زيږنده وه او ځانمرګى  يرغلګر په داسې حال کې چې بورۍ يې له ځان سره ليږدوله، د بهرنيو ځواکونو د زغره والو وسايطو ترمنځ خپل چاوديدونکي توکي وچول .
په دې پيښه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ څو موټر اور واخست.
د عامې روغتيا وزارت د خپرونو رييس محمد اسماعيل کاووسي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تر اوسه پورې له دغې پيښې څخه د درېو تنو شهيدانو جنازې او پنځلس تنه ټپيان د کابل ښار د وزير محمد اکبرخان روغتون ته ليږدول شوي دي.
عيني شاهدانو وويل چې د امبولانس او د اور وژنې موټرونه ساحې ته رسيدلي او د وژل شويوکسانو او ټپيانو په راټولولو او د اور اخستلو وسايطو د اور د لمبو په وژنې بوخت دي.
  د پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته