امنیت

په قندهارکې د ملي اردو پرقرارګاه برید کې وسله والو طالبانوته د سرزیانونه آوښتي دي

-قندهارد وږي ۲۳ باختر د قندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې نن سهارد ملي اردو پرقرارګاه د طالبانو په برید کې ۴۰ وسله وال طالبان ووژل شول. یوه امنیتي خبرځای باخترآژانس ته وویل چې پوځيانو د طالبانو له دغه برید څخه خبر وو او په همدې سبب مخکې له مخکې تدابیرنیولي وو. دغه جګړه څو ساعته دوام وکړ چې پوځيانو د ځمکې او هوا له لارې پرطالبانو برېدونه کړل په پایله کې د طالبانو د سره قطعې د قوماندان ملا احمد په ګډون ۴۰ وسله وال طالبان ووژل شول . هغه وویل چې په دې جګړه کې شپږ پوځيان شهیدان او شپږ تنه نور ټپیان شول . وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ویلي . ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته