ټولنه

دهيواد په شمال ختيځ زون کې دميوو د دوه زره بڼونو دجوړولو کار پيل شو.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دکرنې او اوبو لګولو وزارت دبڼوالۍ ملي پروژې دهيواد په شمال ختيځ زون کې د ٢٠ مليونو افغانيو په ټول لګښت دميوو د دوه زره بڼونو دجوړولو کار چې دبغلان ،کندز،تخار او دبدخشان ولايتونه پکې شامليږي،پيل کړ.
دبڼوالۍ هغه ملي پروژه چې له اټو کلونو راپه دې خوا د هيواد په شمال ختيځ زون کې د تطبيق په حال کې ده.
اوس ٢٢ زرو ميوه لرونکې بڼونه جوړ کړي دي چې دنړۍ ډيرښه اصلاح شوي نيالګي په دغو بڼونو کې ايښودل شوي دي.
دهيواد په شمال ختيځ زون کې دبڼوالۍ دملي پروژې مسوول محمد غلام ملاخيل ددغه ټکي په بيانولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل : دميوه لرونکو بڼونو جوړول  د روان کال دمني په کمپاين کې ټاکل شوې ده .
دهيواد په شمال ختيځ زون کې دميوو ٢ زره بڼونه چې له دې جملې څخه ٥٠٠ يې دبغلان په ولايت پورې اړه لري جوړيږي.
ده زياته کړه ، هربڼ چې جوړيږي په هغه کې دميوو٦٥ ډيرښه اصلاح شوي نيالګي چې له بهر څخه وارديږي دبڼوال له خوا د ٢٥٠٠ افغانيو دورکولو په بدل کې چې په سلو کې پنځوس لګښتونه يې پکې شامليږي،جوړيږي.
ده زياته کړه .داړتيا وړ نيالګيو په برابرولو سربيره دغنمو او درشقې تخم هم د بڼوالو په واک کې ورکول کيږي.
هغه بڼوال چې له دغې پروژې څخه په استفادې سره دميوو دبڼونو خاوندان کيږي ډير خوښ بريښي او دکرکيلې په نسبت بڼوالۍ ته يې علاقمندي زياته شوې ده.
يوه بڼوال محمد پيوند چې ٥ کاله مخکې يې په دوشي ولسوالۍ کې يې بڼوالۍ ته مخه کړې ده وايي چې اوس بڼ يې حاصل ته رسيدلى دى او وايي چې زما بڼ ډير ښه اصلاح شوي نيالګي او ونې لرلې او زما بڼ چې ښايي خلک وګوري بڼوالۍ ته يې ليوالتيا زياتيږي .
ديادونې وړ ده چې دکرنې او اوبولګولو وزارت دبڼوالۍ ملي پروژې په بغلان ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې دميوو داتو زرو پنځه سوه بڼونو په جوړولو سربيره ١٠٦نورې بنسټيزې پروژې چې د اوبو لګولو ٨٢ پروژې او دچرګانو د روزنې له ١٢ پروژو سره دمميزو دپاکولو او انډي کولو ١٢ پروژې شاملې دى ،هم جوړ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته