امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل باختر دليندي ديرشمه :
دوه تنه وسله وال طالبان له شپږو تنو مشکوکوکسانو سره پرون په فراه ولايت کې ونيول شو.
د فراه ولايت د امنيتي قوماندانۍ ويندوى جاويدکارګرباخترآژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ئيزقوماندان ملا رستم او يوبل وسله وال طالب له دوو ميلو وسلو سره د دغه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په درنج کلى کې د افغان پوځيانو په عملياتوکې ونيول شول .
ده وويل: په دغو عملياتوکې شپږ تنه نور هم له وسله والو طالبانو سره دهمکارۍ په ګومان نيول شوي دي چې له هغوى څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته