امنیت

په ننګرهار کې دهوايي بريد له امله دداعش دنولسو تنو غړو وژل کيدل .

کا بل باختر دمرغومي  څلور ويشتمه :
دداعش دډلې  نولس تنه غړي تيره شپه په ننګرهار ولايت کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو په اچين ولسوالۍ کې په يوه پټنځي کې بريد شوى دى .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش نولس تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل: داعشيان په يوه پټنځي کې راغونډ شوي و چې دپوځيانو له خوا هوايي بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې : اته تنه جګړه ماران نن په ننګرهار ولايت کې دداعش او طالبانو په ډلو پورې داړوندو کسانو ترمنځ نويو نښتو کې ووژل شول .
دغه جګړې په بټي کوټ ولسوالۍ کې دطالبانو په سنګرونو دداعش دافرادو له  بريد وروسته ونښتي .
دننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې يوه سيمه ئيز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړو کې  دطالبانو دډلې درې تنه غړي او پنځه تنه داعشيان وژل شوي دي .
ده وويل چې جګړه په بټې کوټ ولسوالۍ کې دطالبانو په سنګرونو دداعش دافردو له بريد وروسته ونښته .
ويل کيږې چې  دغه نښته اوس پاى ته رسيدلې ده .
له سيمې څخه په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي: دغه جګړه ددې سبب شوې ده چې په لسګونو کورنۍ له خپلو کورونوڅخه وتلو ته اړې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته