امنیت

٧٤ تنه ډار اچوونکي دهېواد په شمال او شمال ختيځ زونونو کې ووژل شول.

کابل باختردتلې د مياشتې  ٧  :
٧٤ تنه ډار اچوونکي دهېواد په شمال او شمال ختيځ زونونو کې دتندر_١٦ ددفاعي او امنيتي ځواکونوپه يرغليزو عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دهېواد دملي امنيتي اودفاعي ځواکونو  دتندر_  ١٦ ګډو يرغليزو  عملياتو او دتوپچي د ګوزارونو په بهيرکې  چې دخلکو دسر او مال دساتنې  ،  دامنيت دتامينولو او دډاراچوونکو دځپلو په مقصد ترسره شول   دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ٢٤ تنه طالبان ووژل شول  او شل تنه نور ټپيان ،  دوه ماينونه هم کشف اوشنډکړاى شول  او ددښمن دوه سنګرونه ويجاړ کړاى شول.
دغه راز دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دفعاليتونو په بهيرکې  چې دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول  ١٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  چې ددريو تنو بهرني جګړه مارانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي ، اتلس تنه ټپيان  او يو تن دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور له يوکلاشينکوف سره  ونيول شو.  په دې  جګړو کې  امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته