قلات باختر د چنګاښ ۱۳ مه
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو د دغه ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مخې ته د اعتراض په ډول خېمه ودروله او ګواښ یې وکړ که یې په څلور ویشتو ساعتونو کې غوښتنې يې ونه منل شي؛نو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دروازې به وتړي.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛
اعتراض کوونکي وايي چې د شملزو ولسوالۍ ځينو سيمو ته د ټاکنیزو توکو د نه رسېدو په غبرګون کې یې دغه اعتراض کړى دى.
دوی وویل چې د دغې ولسوالۍ ځينو سيمو ته د نوم لیکنې مواد نه دي رسېدلي چې له امله یې د سیمې زرګونه اوسیدونکي په دغه بهیر کې له ګډون څخه بې برخې پاتې شوي دي.
دوی د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څلرویشت ساعته وخت ورکړی او ګواښ يې کړى دى که په ټاکلي وخت ددوى ستونزه حل نه شي؛ نو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دفتر دروازې به وتړي.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین وايي چې د شملزو ولسوالۍ لپاره یې د نوم لیکنې مواد چمتو کړي دي،خو د لېږد په بهیر کې یې له ستونزو سره مخامخ دي.
اخوا د زابل د ولایتي ادارې مسوولین هم دغه ستونزه مني او زیاتوي چې یاده ستونزه یې له مرکزي دولت سره څو څو ځلې شریکه کړې خو لا هم ورته د حل لاره نه ده موندل شوې.پای/وصال