امنیت

په چار دره کې طالبانو ته دکندز دوالي خبر دارۍ : تسليم شئ که نه وبه وژل شئ .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
په داسې حال کې چې دکندز  ولايت دچار درې ولسوالۍ  بيا دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې  ده ددغې ولسوالۍ په ځينوسيمو کې لاتراوسه پورې هم نښتې دوام لري .
دچار درې ولسوالۍ له څلورو ورځو وروسته پرون دپوځي عملياتوپه بهير کې  دامنيتي ځواکونولاس ته ورغله .
  سيمه ئيز مقامات وايي چې په دغو عملياتو کې پنځه اتيا تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او پنځلس  تنه نور ټپيان شوي دي .
  دکندز والي  محمد عمر صافي دباختراژانس خبريال ته وويل چې  لاتراوسه پورې  هم دچار درې ولسوالۍ په ځينوسيمو کې  دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ  جګړه روانه ده .
ښاغلي صافي  په چار دره کې  دچاڼيز عملياتو په دوام باندې په ټينګار سره  له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې امنيتي ځواکونوته دې تسليم شئ  له دې  پرته به ووژل شئ .   دچار درې په ولسوالۍ کې جګړه دکندز  ولايت نورو ځاينونو ته دسلګونو کورنيو دکډې کيدو سبب شوې ده .
  دغه راز دڅو وروستيو ورځو په بهير  کې په چار دره کې زياتره  ښوونځي  مدرسې روغتيايي مرکزونه او پلورنځي تړلي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته