سیاستTOP

ډاکټر حمدالله محب: پاکستان دې له موږ سره د اړیکو د پرې کولو پرځای له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهوررییس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن له امنیتي غونډې وروسته د ملي امنیت شورا په دفتر کې په خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان دې له موږ سره د اړیکو د پرې کولو پرځای له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د ملي امنیت سلاکار د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو بریدونو په اړه وویل: دښمن پر لويو ولايتونو بريدونه وکړل؛ خو امنيتي او دفاعي ځواکونو يې ډېر ښه ځواب ورکړ. دوی فکر کوي چې په جګړه به يو څه لاس ته راوړي؛ خو موږ بيا بيا ورته ويلي چې په افغان وژنه څه نه شي ترلاسه کولای، يوازېنۍ لاره دا ده چې له افغانانو سره کېني او مسئله په خبرو حل کړي. کومې سيمې چې طالبان یې تر يو څو ساعتونو نيسي، له هغه ځايه خلک کډې باروي، له دې څخه ښه څرګندېږي چې دوی په خلکو کې څومره محبويت لري.
د ملی امنیت سلاکار د پاکستان د لاسوهنې په اړه وویل: په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه پټه نه ده، موږ غواړو چې دا مسئله په ډيپلوماټيکه همکارۍ حل شي. موږ غواړو چې دوی په رښتيا د افغانانو له وژنې لاس واخلي. دوی تل وعدې کړې؛ خو تراوسه يې عملي کړې نه دي. اوس ټول پوهېږو چې د دې جګړې تر شا د چا لاس دی.
ده د وروستیو خپرو شویو رپوټونو په اړه چې ګنې پاکستان له ده سره نورې اړیکې نه پالي، وویل: زما همکارانو د پاکستان د کوم چارواکي په حواله په مطبوعاتو کې څه ليدلي، تراوسه د افغانستان حکومت ته رسمي څه نه دي ويل شوي. له پاکستانه د داسې غير ډيپلوماټيک عمل توقع نه کېږي. که يې رسميت پيدا کړ، له هغه وروسته به د افغانستان ډيپلوماټيکه مرجع ځواب ووايي. د پاکستان د اړیکې قطع کول دومره تاوان نه لري، ځکه تراوسه هم رابطه ښه نه ده. پاکستان دې له موږ سره د اړيکو د پرې کولو پر ځای خپلې اړيکې له ترهګرو ډلو سره پرې کړي. د پاکستان او تروريستي ګروپونو تړاو دنيا ته واضح دی، کتابونه ليکل شوي او مطبوعات شاهدان دي. د دې پر ځای چې شخصيت‌وژنه وکړي، ښه به دا وي چې پر دغو امنيتي مسايلو وخت ولګوي، دا ډول اړيکې پخپله ښې خوا ته تلای شي.
محب د استانبول غونډې په اړه وویل: د استانبول د غونډې لپاره موږ چمتو يوو. زموږ مذاکراتي ټيم په دوحه کې دی، ځينې غړي يې دلته دي. موږ د سولې او مذاکرې طرفدار يوو. جنګ‌پلوه او څوک چې فکر کوي د جنګ په لاره يې ګټي، هغه طالب دی. دوی مذاکرې ته نه حاضرېږي، يوازې جنګ پېژني، بل شی نه پېژني. اصل موضوع سوله ده. د سولې په اړه بايد يو ليدلوری وي، موږ او تاسې ټول قربانيو ته حاضر يوو. په دې اړه اصل بحث دا دی چې څنګه کولای شو طالبانو ته په حکومت کې ځای ورکړو او څنګه سولې ته ورسېږو. دلته د سولې په اړه اجماع او فکر يو دی. د سولې خبرې ځکه په ټپه ولاړې دي چې طالبان مذاکره نه کوي، د دوی ترمنځ د قدرت پر سر اختلاف دی. دلته د هر فرد زخمي کېدل، شهيد کېدل او د هغه فاميل ته رسېدل د افغانستان مسووليت دی. که طالبان غواړي چې مشکل حل شي، د مذاکرې لاره شته. ټوله دنيا وايي چې د طالب جګړه نامشروع ده.
حمدالله محب زیاته کړه: طالبانو له ملا هیبت الله څخه دا دولس مياشتې هېڅ احوال نه دی لرلی. هېڅ معلومه نه ده چې هیبت الله شته که نه شته، نه يې چا غږ اورېدلی او نه چا ورسره ليدلي دي. استخباراتي معلومات همدا تاييدوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات د کابل د امنتي وضعیت د خرابېدو او د غلاوو د پېښو د ډېرېدو په اړه د باختر آژانس خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: موږ له نورو اړوندو امنیتي ادارو سره په ګډه پر یو شمېر پلانونو کارکوو چې په تطبیق سره به یې اوسنی وضعیت ډېر ښه شي او د غلاوو مخه به ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته