کابل باختر دوږي اتلسمه :
د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود د شهادت کاليزه نن د لويې جرګې په تالارکې درناوي وشوه.
په دې غونډه کې د اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله او د جمهوري رياست د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په ګډون يوشمېرلوړ رتبه دولتي مقاماتو، د ملي شورا د دواړومجلسونو رييسانو، جهادي شخصيتونو او زيات شمېرکابل ښاريانو ګډون کړى و.
د اجراييه رياست لومړي مرستيال او د هيواد د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود د شهادت د څوارلسم تلين د نمانځنې د کميسيون رييس انجنير محمد خان د دغې غونډې د لومړي وينا وال په توګه د شهيد احمد شاه مسعود د شهادت د تلين درناوى وکړ او اتل مسعود يې په فرد پورې د منحصرشخصيت په توګه وباله او ويې ويل: مسعود ملي انديشه او نظر درلود؛ ملي فکر کاوه او د سولې او ثبات د اعاده کولو لپاره يې هلې ځلې کولې.
2 1 دقیقه لوستل