کابل باختر د زمري اته ويشتمه
دامريکايي سرتيرو ترمنځ دځان وژنې پيښي زياتي شوي دي .
دامريکا دپوځي مقاماتو له خولې د اسوشيتد پرس دخبري اژانس دخبر له مخي ، دروان کال دجولاي په مياشت کې دتيري مياشتې په پرتله دامريکايي سرتيرو دځان وژنې شمير دوه برابره زيات شوي دي .
دامريکا ددفاع وزارت د پوځيانو د څرګندونو له مخې ، شپږ ويشت تنه سرتيرو د جولاي په مياشت کې دخدمت په وخت کې دولسو تنو سرتيرو دجون په مياشت کې دخدمت په وخت کې ځان وژلي دي .
خو دهغو احتياطي سرتيرو شمير چې دجولاي په مياشت کې ځان وژلي دي دولس تنه او دغه راز دجون په مياشت کې دولسو تنو نورو ځان وژلي دي .
يوسلو شپاړسو تنو دروان ميلادي کال په لومړيو اوو مياشتوکې ځان وژلي دي .
په ٢٠١١ ميلادي کال کې دامريکايي سرتيرو ترمنځ د ځان وژنې ټول شمير يو سلو اووه شپيته تنه و ،