سیاست

قاضي القضات د پکتيکا له والي او ددغه ولايت د ولايتي شورا اود سو لى دشورا له رئيسا نو سره و کتل .

کابلباختردغويي٣١ مـه                               

قاضي القضات اود سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمى نن د خپل کار په دفتر کې د پکتيکا له والى ، د ولايتي شورا له رئيس ، دسو لى دشورا له رئيس او ددغه ولايت له ګڼ شمير سپين ږيرو او مخورو سره په داسې حال کې و کتل چې په ملي شورا کې ددغه ولايت يو شمير سنا تورا نو او وکيلا نو هم حاضر وو.

 باخترا ژانس ته د سترې محکمې د مطبو عا تي دفتر د معلو ما تو له مخې : په دې کتنه کې قاضي القضات په دې ترڅ کې چې دسترې محکمې مقرته د پکتيکا ولايت د مشر ا نو ور تګ ته ښه را غلاست ووايه ، د قضا يي عدالت د تا مينولو او ددعوا د خا وند ا نو دحقوقو د اعاده کولوپه لاره کې دقضا ئيه قوى د ندې او رسا لتو نه بيان کړل او زيا ته يې کړه چې له کاري نيمګړ تياواو نواقصو سره سره د هيواد دقضا يي نظام، خلکو ته د ښو قضا يي خد متو نو په وړا ندى کولو کې د پخوا په پر تله لا زمه ځوا کمني او ظرفيت پيدا کړى دى او ددعوا په حل او فصل کولو کې خپلې دندې په مطلوب ډول تر سره کوي ، لکه څنګه چې د هيواد د محکمو له کار او فعاليت څخه  درپوټ اخيستلو د غونډو په بهير کې چې په منظم ډول تر سره شول ددې ډاډ تر لاسه شو چې د مرکز ، ولايتو نو اود ولسواليو په کچه محکمې په سم تګلوري کې روا نې دي ، خو بيا هم ټولې هلې ځلې روا ني دي چې ستو نزې او خنډو نه له منځه يووړل شي اود خلکو دقا نو ني غو ښتنو اومطالباتو دڅيړنې په لاره کې هغوى ته زيا تې اسا نتيا وي برا برې شي چې انشا الله دغه شان ز مينه او فرصت د تکوين په حال کې دى.

 وروسته د پکتيکا وا لى ددغې کتنې په خا طر له برا بر شوي فرصت څخه د مننې په ترڅ کې دقضيو په څيړنه اود پکتيکا ولايت د خلکو د حقوقو د احقاق په لاره کې دپکتيکا ولايت د  استيناف محکمې او ددغه ولايت د نورو عد لى او قضا يي مرکزو نو کړه وړه د قناعت وړ وبلل اود ولسواليو د ابتدائيه محکمو د فعاليت په مقصد په ځانګړى تو ګه د قاضيا نو د استولو په لاره کې د سترې محکمې د پا ملرنې له ا مله چې ښه نتيجه يې ورکړې ده مننه وکړه او ددغه ولايت د عد لي او قضا يي مرکزو نو د فعاليتو نو د لا زيات ښه والى په مقصد يې خپلې نظريې څر ګندي کړې.

 قاضي القضات په پاى کې يو ځل بيا د پکتيکا ولايت د عد لى او قضا يي ارګا نو نو تر منځ په لا زيا تې همغږي او تفا هم ټينګاروکړ او زياته يې کړه چې ددولتي ارګا نو نو ګډې هلې ځلې له شک پرته ستونزې او خنډو نه لري کوي اود قا نو نيت دټينګښت اود عدالت د تا مينولو لپاره زيا ته زمينه برا بر وي او ستره محکمه ددې کار د نوښتګري په تو ګه د همکاري اود باور دفضا په پيا وړ تيا کې هر را ز همکاري ته چمتو دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته