کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢١
وسله والو طالبانوتيره شپه يو ډاکترپه غزني ښارکې په ډزو سره وواژه .
ډاکترعبدالقادرکله چې دشپې په اووه نيموبجو له خپل کتنځي څخه دخپل کور په لور روان ودوسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو اوشهيد کړاى شو.
دغزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي دباخترآژانس خبريال وحدت ته وويل : چې يرغلګر د دغه ډاکتر له ترور وروسته په تيښتې بريالي شول او امنيتي ځواکونو دهغوي دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
احمدي وايي چې دغه ډاکتر دطالبانو له خوا ترور شوى دى خو تراوسه پورې دډاکتر عبدالقادر د ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى .
ډاکترعبدالقادر دغزني ښار په يو روغتيايي مرکز کې کار کاوه اوله رخصتي وروسته يې په خپل کتنځي کې دناروغانو په درملنه بوخت و .
عيني شاهدان وايي چې دغه ډاکتر تراوسه پورې دڅو تنو ټپي پوځيانو درملنه کړې ده له دې ا مله طالبانود ده په وژلو اقدام کړى دى .
0 1 دقیقه لوستل