امنیت

په خوست کې د واده پر مراسمو برید شوی دی

کابل/ دسلواغې۶مه/ باختر
د خوست د علیشېرو ولسوالۍ په وارث کلي کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو برید شوی دی.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې په پېښه کې ٢٠ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته