ټولنه

دجمهوررئیس محمد اشرف غني د خواشیني پيغام

کابل باختر د ثور  پنځمه :
د افغانستان او د بیان د ازادۍ دښمنانو سیمه ییز خبریال عبدالمنان ارغند نن د قندهار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د ترهګریز برید په پایله کې شهید کړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ 
جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه برید د غندلو او د خبریال عبدالمنان ارغندپه شهادت د خواشیني څرګندولو ترڅنګ وویل،  تروریستان چې د خپلو جنایتونو د پټولو، د بیان ازادۍ د له منځه وړلواو د وحشت فضا رامنځته کولو په موخه عام وګړي او د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي، هیڅ وخت به هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.
د هېواد جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې دغه ترهګریز برید په هر اړخیزه توګه وارزوي او عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د رسنیو د ازادانه فعالیت هر اړخیز ملاتړ کوي.
د افغانستان دښمنان پر رسنیو او خبریالانو د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره د حقایقو بیانولو او اطلاع رسولو کې زموږ د خبریالانو اراده نشي کمزورې کولی.
جمهوررئیس د شهید ارغند کورنۍ، دوستانو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړل او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هيله وکړه.  پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته