-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
ناپېژاندو وسله والو کسانو د پروان ولايت په سيد خيلو ولسوالۍ کې يو ديني عالم له ورور سره يې وواژه.
د پروان د سيدخيلو ولسوال احمد لمر عثمانيار د دغه خبر په تاييدولو سره د باختراژانس خبريال خالد سخا ته وويل: ناپيژاندو وسله والو کسانو د دغې ولسوالۍ د غورسنګ دجومات ملا امام شيخ عبدالحق نن سهار په څلورو بجو له خپل ورور سره دانچوى ولسوالۍ په کلي کې جومات ته د تللو په وخت کې په ډزو سره ووژل شو .
د سيد خيلو ولسوال د څرګندونوله مخې؛ تراوسه پورې د دغو وژنو انګيزه نه ده څرګنده شوې او پوليسو د دغې پېښې په اړوند دوه کسان نيولي دي.
ختم_ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ