امنیت

د ملي اردو درې تنه تنه عسکر شهيدان شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
دملي اردو  درې تنه عسکر پرون دهرات ولايت  په مربوطاتوکې شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت  د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دملي اردو درې تنه سرتيري د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې  د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې په واټونوکې په ښخ کړى شوي ماينونو د ختلو له امله شهيدان شول او يوبل سرتيرى ټپي شو.
دغه راز دملي اردو يوبل عسکر نن سهار د لوګر ولايت د مرکــــز پل علم په مربوطاتوکې په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين دختلو له امله شهيد شو او ددغو ځواکونو يو بل عسکر دننګرهار ولايت دبټي کوټ  ولسوالۍ په مربوطاتوکې په سړک کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته