امنیت

دتروريستي بريدونو درې تنه قوماندانان اويو مرسته کوونکى ووژل شول

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ١٩ :
دتروريستي بريدونو درې تنه قوماندانان او يو مرسته کوونکى په افغانستان کې د يولړ پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغوکسانو تېره شپه او نن سهار دهلمند په نادعلي، د قندهار ولايت په پنجوايي، دغزني ولايت په اندړو او د زابل ولايت په شهرصفا ولسواليوکې د ناټو او افغان ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
باختر آژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په دغو قوماندانانوکله چې په خپل پټنځاى کې د يولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ بريد وشو او ووژل شول.
له بله پلوه، ناټو وايي: مرسته کوونکى سړى دجنګي وسايلو اومالي امکاناتو په برابرولو بوخت  و چې د افغان او ناټو دځواکونو دبريد په بهيرکې ووژل شو.
د خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې: وژل شويو قوماندانانو د خپلو سيموپه ځينو برخو کې د تروريستي بريدونو مسووليت اومشرتوب په غاړه درلود.
ويل کيږي  چې د دغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو څو زيرمې هم  د ملي اردو دځواکونو لاسته ورغلې دي.
په خبرپاڼه کې د افغان او ناټو د ځواکونو او د ملکي وګړو د سراوښتى زيان په باب څه نه دى ويل شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته