ټولنه

په سمنګانو کې ديوه استنادي ديوال له يوې پروژې څخه ګټه اخيستنه

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٥ :
دپنځو مليونو افغانيو په لګښت دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښارکې ديوه استنادي ديوال دجوړولو کار بشپړ اوګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دسمنګانو ولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجينرمحمدآصف دولت شاهي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه پيسې دآسيادپرمختيا بانک له خوا ورکړاى شوي دي او کار يې  دکليو دبيا جوړولو  او پراختيا وزارت دساحوي سمون پروګرام له لارې ترسره شوى دى .
ددولت شاهي دڅرګندونو له مخې : دغه استنادي ديوال دسمنګانو سيند دغاړو دټينګښت په موخه  جوړشوى  دى.
ښاغلي دولت شاهي  زياته کړه ددغې پروژې دتطبيق موخه  داستوګنې  دلسګونو کورونو  او ودانيو جوړول دي او ددغې پروژې  له ښيګڼو څخه  دآئين چه او دخواجه غار  دکليو درې سوه دوه څلويښت کورنۍ  ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته