اقتصاد

د کندهار دهلې بند د بیا رغاونې تفاهم ‌لیک لاسلیک شو

 کابل باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې نن غرمه د کندهار د دهلې بند د بیا رغاونې او احیا تفاهم لیک لاسلیک شو.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه تفاهم لیک د جمهور رئیس ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر محمدهمایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شبهم چوهدري او د اسیا پراختیایي بانک رئیس سمویل تومیوا لاسلیک کړ.
د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۰ د اسیا پراختیایی بانک (ADB)د کندهار د دهلې بند د ارتفاع لوړولو د ډيزاین لپاره  ANZDEC او افغان ‌ترین ګډو کمپنیو سره قرارداد وکړ چې د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۳۱ نېټه به پای ته ورسېږي او لګښت یې چې ۴۰۰میلیون امریکایي ډالر کېږي چې د اسیا پراختیایي بانک او نړیوال بانک یې تمویلوي.
د کندهار د دهلې بند د جوړولو چارې په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي چې په لومړي پړاو کې د بند کاسه ۱۲ مترو ته لوړېږي چې له دې سره به یې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا له ۲۹۸ میلیون متر معکب څخه ۷۹۸ متر مکعب اوبو ته لوړه شي.
دویم پړاو یې د ځمکې او کروندو خړوبول دي چې ۲۰ زره هکتاره نوره ځمکه به خړوبه کړي، په درېم پړاو کې د کندهار ښار او ورڅېرمه کلیو ته د څښاک اوبو رسول تامینېږي او په څلورم پړاو کې د ۲۴ میګا واټه برېښنا تولید دی چې دکندهار ښار ته به ووېشل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته