امنیت

شخصي دښمني او سيالي له خلکو څخه قرباني اخلي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
دکاپيسا ولايت په کوه بند ولسوالۍ کې له دوو ورځو راپه دې خوا دوو تنو قوماندانانو وسله واله جګړه پيل کړې ده او د سيمې امنيت يې ګډوډ کړى دى .
دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دکاپيسا ولايت دکوه بند ولسوالۍ خلک شکايت لري چې د دووتنو سيمه ييزو قوماندانانو ترمنځ د وسله والې جګړې له امله د دوى امنيت ګډوډ شوى دى او د درنامې درې نږدې دوه زره کورنۍ يې انديښمنې کړې دي .
په را رسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دکاپيسا ولايت د کوه بند ولسوالۍ د درنامې په سيمه کې دوه تنه سيمه ييز قوماندانان ضابط وکيل او ګل نظيم له زياتې مودې راپه دې خوا شخصي دښمني او تربګني لري او تر خپل امر لاندې کسانو په واسطه  د يوبل پرخلاف جنګيږي او بيطرفه خلک انديښمندکوي او د ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو او د خلکو د تګ راتګ لارې تړي.
دکاپيسا ولايت او د درنامې خلکو په دې اړوند دولتي مقاماتو ته شکايت کړى دى خو اړوندو مقاماتو تراوسه پورې په دې اړوندکوم اقدام نه دى کړى.
دکاپيسا ولايت سرپرست محراب الدين صافي په دې اړوند د باختر آژانس خبريال ته وويل: په ډير لنډ ممکن وخت کې د دغې امنيتي ستونزې د مخنيوي لپاره تدبيرونه نيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته