کابل باختر د زمري دريمه :
دترانسپورت وزارت دنوماند وزير دټاکنې او دملي شورا ولسي جرګې ته دهغه دمعرفي کولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني حکم .
داساسي قانون د ٦٤ مادې په ١١ فقره کې له ليکل شوي حکم سره سم دترانسپورت وزارت دنوماندوزير په توګه دمحمد حميد طهماسي ټاکنه او معرفي کول منظور دى .
په پارلماني چارو کې ددولت وزير موظف دى چې دغه نوماند داساسي قانون د ٩١ مادې د ٣ فقرې دصراحت په رعايتولو سره دتاييدي رايې دترلاسه کولو لپاره دملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ