کابل، د زمري ۲ مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح الله سادات او نورو مسؤلینو د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په ملتیا د یاد ولایت ځینې تاریخي ځایونه وکتل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وايي، چې د تاریخي سیمو او ځایونو ساتنه او ترمیم یې له مکلفیتونو څخه دي.
هغه وايي، چې د افغانستان تاریخي ځایونه نه یوازې په هېواد بلکې په نړې کې ساری نه لري.
ښاغلي عزیزي له بهرنیو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د تاریخي ځایونو د ترمیم او ساتنې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره مرسته وکړي.
د فرهنګ او هنر معین وايي، چې تاریخې سیمې او ځایونه د چا شخصي ملکیت نه شي کیدای او هغه تاریخي سیمې چې غصب شوي، بېرته به راګرځول کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین وویل، چې د تېرو کلونو پرتله سږ کال له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته د سیلانیانو راتګ ډېر شوی.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې ملي یووالي، د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي. یاد وزارت د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت بللی دی.
ن.ر