امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٣
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په نورستان ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړې د ډيورند کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګرو په نورستان ولايت کې له کرښې څخه په را اوښتو سره د پوځيانو د سپرلۍ په کارون بريدونه وکړل.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: تروريستان د ډيورند له کرښې څخه په تېريدو سره د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريدونه وکړل چې د پوځيانو په متقابلو ډزوکې وژل شول.
ويل کيږي په دغو جګړه کې ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته