ټولنه

دافغانستان داسلامي غورځنګ دشهيدانو دڅلور ديرشم تلين درناوى وشو .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه :
دافغانستان داسلامي غورځنګ د ١٣٥٨ کال دغبرګولي دمياشتې داتمې او څوارلسمې نيټې دشهيدانو دڅلور ديرشم تلين نن درناوى وشو .
دباختراژانس دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله دافغانستان  دمسلمانانو دازاده ګانو دمرکز له خوا په کابل کې  جوړه شوې وه ددغه مرکز رييس عبدالجلال  جلال دخبرو په ترڅ کې وويل، له نن ورځې څخه څلور ديرش کاله مخکې دوخت رژيم په دردونکي جنايت لاس پورې کړ او دافغانستان داسلامي غورځنګ يو سلو اته شپيته تنه مخکښان يې دپلچرخي  په جيل کې شهيدان کړل .
دغه راز په دې غونډه کې  دسرحدونو قومونو او قبايلو دچارووزارت معين محمد يعقوب احمدزي ، ميرمن فتانې ګيلاني او استاد عنايت الله شاداب دموضوع په باب اوږدې خبرې وکړې .
غونډه په څوارلسو مادو کې دپريکړه ليک په لوستلو سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته