خبرونهسیاستTOP

متقي: د سیمې هېوادونه باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه‌ ییزې سلامشورې ترسره کړي

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د سیمې د هېوادونو سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو له مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.

مولوي امیر خان متقي د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت دیپلوماتیکو اړیکو وضعیت د پام وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه‌ ییزې سلامشورې ترسره کړي.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د یوه منطقه‌ محور روایت پر مټ باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.

هغه د سیمې او نړۍ هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې تکرار کړه چې د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ګډونوالو ډیپلوماتانو وغوښتل چې خپلو اړوندو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د منطقه ‌محور ابتکار پیغام ورسوي تر څو افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نویو فرصتونو د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته